کاینات – لمړۍ برخه

البرټ انوشټاینفضاوخت (سپیس ټایم) او هر هغه څه چې په فضا وخت کې شتون لري (لکه ستوري، سیارې، اسماني ډبرې، اتومونه، ذرې…)، کاینات بلل کیږي. 

فضاوخت (سپیس ټایم): انشتاین وايي چې فضا او وخت داسې سره تړلي لکه په یو ټوکر کې چې افقي او عمودي تارونه سره تړلي او ټوکر یې جوړ کړی. فضا او وخت نه بیلیدونکي دي ځکه ورته فضاوخت یا سپیس ټایم ویل کیږي. همدارنګه فضاوخت لکه ربړ کش کیدای شي.

کاینات شاوخوا ۱۳.۸ ملیارده کاله مخکې د بیګ بنګ (Big Bang) یا سترې چاودنې به نتیجه کې له یوې داسې نقطې څخه مینځ ته راغلل چې لایتناهي انرژي یې درلوده. ساینسپوهان وايي چې کله کاینات جوړ شول نو په لمړی سر کې دومره ګرم یا له انرژۍ ډک ځای وو چې اتومونه هم پکې نشوای جوړیدای. له شروع نه تر ۳۸۰۰۰۰ کلونو پورې پکې یوازې پروتونونه، الکترونونه او نور ذرات وو. هایدروجن (تر ټولو ساده عنصر) هیلیم او په ډیره کمه اندازه نور سپک عناصر ۳۸۰۰۰۰ کاله وروسته جوړ شول. شاوخوا ۴۰۰ میلیونه کاله وروسته له سترې چاودنې یا بیګ بینګ څخه یو شمیر دغه اتومونه د جاذبې د قوې په وجه سره یو ځای شول او لمړني ستوري یې جوړ کړل.

تر هایدروجن او هیلیم درانده عناصر بیا په ستورو کې دننه د هستوي تعاملاتو (نیوکلیر فیوژن) په نتیجه کې جوړ شول او لا هم په ستورو کې جوړیږي. خو تر دوی هم درانده عناصر (چې اتومي نمبر یې تر اوسپنې لوړ وي) بیا د لویو ستورو د مرګ (چاودنې یا سوپر نووا) په نتیجه کې رامینځ ته کیږي.

 

ستوري

بېگ بنگهغه اجسام دي چې هستوي تعاملات (نیوکلیر فیوژن) پکې صورت نیسي او حرارت او رڼا تولیدوي. یا ستوري هغه کروي اجسامو ته ویل کیږي چې ډیری برخه یې له هایډروجن او هیلیم څخه جوړه شوې وي او دومره کتله ولري چې هستوي تعاملات (هستوي اتحاد یا فیوژن) پکې صورت ونیسي.

زمونږ لمر هم یو د منځنۍ درجې ستوری دی. په کایناتو کې ډیر لوی او واړه ستوري شته. چې لوی یې ډیره انرژي تولیدوي خو ژر له مینځه ځي ولې واړه یې بیا لږ انرژي تولیدوي خو ډیر وخت دوام کوي. ځینې لوی ستوري چې له ځمکې ښکاري عبارت دي له NML Cygni، WOH G64، VX Sagittarii، KW Sagittarii او نور د فضا په هر ځای کې ډلې ډلې ستوري وجود لري.

دغه ډلې له یو بل څخه ډیره فاصله لري. د ستورو دغسې ډلې ته ستورټلیز یا کهکشان یا (Galaxy) ویل کیږي. زمونږ ستورټلیز میلکي وې (Milky Way) نومیږي چې تر سل ملیارده ډیر ستوري اټکل شوي او په کایناتو کې بیا ملیاردونه ملیاردونه ستوري موجود دي چې ځینې يې له لمر نه لوی او ځینې واړه دي.

 

ستوري څنګه له مینځه ځي؟

بیګ بنګکله چې د یو ستوري کتله زمونږ د لمر د کتلې تر ۱۰ چنده زیاته وي نو دغه ستوري د چاودنې (سوپرنووا) په وجه له مینځه ځي. د دغې ډلې واړه ستوري (وړې چاودنې) نیوټران سټار شاته پریږدي او لوی ستوري (لویې چاودنې) یې بلیک هول شاته پریږدي.

نیوټرون ستوري په طبیعت کې تر ټولو زیات کثافت لري مثلاً د یو چاکلیټ په اندازه مواد یې څو ټنه وزن لري چې که په ځمکه وغورځیږي نو په ځمکه کې به داسې ننوځي لکه چاقو چې په حلوا کې ننوځي. دغه ستوري شاوخوا ۱۲-۱۳ کیلومتره شعاع لري خو کتله یې زمونږ له لمر څخه چې نژدې ۷۰۰،۰۰۰ کیلومتره شعاع لري ډیره وی. نیوټرون ستوري د خپل محور شاوخوا ډیر په تیزۍ سره را څرخي. ځینې یې ان په یوه ثانیه کې څو ځله څرخي. جاذبه یې د ځمکې په نسبت شاوخوا ۱۰۰ ملیارده ځلې ډیره ده. له نیوټرون ستورو څخه په فضا کې د لار پیداکولو لپاره هم ګټه اخیستل کیږي.

زمونږ د لمر په شان او تر دې واړه ستوري بیا چوي نه بلکه پړسیږي او ورو ورو خپل بهرني قشرونه له لاسه ورکوي. تر هغه چې بهرني ټول قشرونه یې له مینځه لاړ شي او شاته یې یو نسبتاً کم ګرم جسم پاتې شي. دغه جسم وایټ ډوارف بلل کیږي چې نور انرژي نه تولیدوي (دننه پکې هستوي تعملات ودریږي). دغه پاتې شوي اجسام د خپل داخلي حرارت په وجه ډیره کمه رڼا او حرارت خپروي.

ډیر لوی ستوري چې کله چوي نو دغه ډول چاودنې ته هايپرنووا وای. هايپرنووا ډیری وخت بلیک هول شاته پریږدي. ډیر زیات لوی ستوري بیا د تر ټولو قوي چاودنې (ګاما رې برسټ یا د ګاما وړانګو وتل) په نتیجه کې له مینځه ځي. دا ډول چاودنې د ګاما مضرې وړانګې تولیدوي. دا ډول چاودنې یو ډیر لوی بلیک هول (سوپر میسیف بلیک هول) را مینځ ته کوي.

دا چاودنې په کایناتو کې تر ټولو ډیرې روښانه او خطرناکې دي. ګاما وړانګې ډیره لوړه فریکونسي لري او ژوندیو موجوداتو ته ډیرې خطرناکې دي. که زمونږ په ستورټلیز یا کهکشان کې داسې کومه چاودنه وشي او دا وړانګې د ځمکې په خوا راشي نو د ځمکې په سر ډیری ژوندي موجودات به له مینځه یوسي.

تبصره وليکئ