کاینات – دوهمه برخه

هایدروجن او هیلیممونږ په ستورو کې جوړ شوي یو!

د بیګ بینګ نه وروسته لمړني عناصر هایدروجن او یو څه هیلیم اولږ نور جوړ شول. وروسته د جاذبې د قوې پواسطه د دوی اتومونه سره یو ځای شول او ستوري يې جوړ کړل. د ستورو په هسته کې د فیوژن هستوي تعاملات صورت نیسي.

د فیوژن په نتیجه کې: په وړو ستورو کې چې کتله یې زمونږ د لمر تر کتلې ډیره وړه وي د هایدروجن اتومونه په هیلیم بدلیږي. زمونږ د لمر په شان په منځنیو ستوریو کې چې کله ټول هایدروجن په هیلیم بدل شي نو وروسته بیا هیلیم په کاربن او اکسیجن بدلیږي.

په لویو ستورو کې چې کتله یې زمونږ د لمر تر کتلې ډیره لویه وي، چې کله ټول هایدروجن په هیلیم او ټول هیلیم بیا په کاربن او اکسیجن بدل شي نو وروسته بیا دغه کاربن او اکسیجن په سودیم، نییآن، منګنیزیم، سلفر او سیلیکان بدلیږي. او تر دې وروسته بیا دغه عناصر په کلسیم، اوسپنې، نیکل، کرومیم، مس او نورو عناصرو بدلیږي. کله چې لوی ستوري دا عناصر جوړ کړي او نور یې زور ونه رسیږي چې تردې هم درانده عناصر جوړ کړي نو بیا چوي. چې دې چاودنې ته یې سوپرنووا ویل کیږي. درانده عناصر (هغه عناصر چې د پروتونونو تعداد يې تر اوسپنې زیات وي) د همدغې چاودنې په وخت کې جوړیږی. دا ځکه په طبیعت کې نسبت سپکو عناصرو ته کم پیدا کیږي.

په کایناتو کې د انسانانو په شمول هر څه له دغو عناصرو څخه جوړ شوي او دغه عناصر په ستورو کې جوړ شوي. ځکه نو مونږ ویلای شو چې مونږ په ستورو کې جوړ شوي یو. زمونږ له لمره پرته مونږ ته تر ټولو نژدې ستوری پراکسیما سینچوري نومیږي چې له مونږ نه څه د پاسه ۴ بریښناکاله یا نوري کاله واټن لري. په اوسنۍ ټکنالوژي کې به هلته ورتګ نژدې یو لک کاله ونیسي.

 

بريښنا کال یا نوري کال یا Light Year
برېښناکال

کاینات ډیر لوی دي او د اجسامو تر مینځ واټن بیحده زیات دی. که مونږ دغه واټن په کیلو متر یا میل اندازه کړو نو زمونږ لیکنې به له صفرونو څخه ډکې شي. همدارنګه د یو عادي انسان سر په لوړو شمیرو نه خلاصیږي یا په بله مانا دغه فاصلې په صحیح توګه نشي درک کولای. مثلاً زمونږ د لمریز نظام او د نژدې ستوري تر مینځ فاصله څه د پاسه ۴۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰ یا ۴۰ تریلیونه کیلو متره ده. او زمونږ د لمریز نظام او زمونږ د ستورټلیز یا کهکشان یا ګیلکسي د مرکز تر مینځ فاصله ۳۰۸،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰ کیلومتره ده. پدې اعدادو د ډیرو انسانانو سر نه خلاصیږي.

د دې مشکل د حل لپاره ساینسپوهان یو بل واحد چې بریښناکال یا نوري کال نومیږي استعمالوي. په طبیعت کې د رڼا یا نور سرعت تر ټولو چټک یا تیز دی. نور په یوه ثانیه کې تقریباً درې لکه کیلومتره مزل کوي. په یوه ساعت کې اتلس میلونه کیلومتره او په یو کال کې ۹،۴۶۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰ یا نهه نیم تریلیونه کیلومتره فاصله وهي. ځکه نو د لویو فاصلو اندازه کولو لپاره بریښناکال (هغه فاصله چې نور یا رڼا یې په یو کال کې وهي) استعمالیږي.

اوس که په دغه پورته مثال کې د کیلومتر په ځای بریښناکال استعمال کړو نو لوستونکو ته به ډیر آسانه شي. د لمر او د نژدې ستوري (پراکسیما سنچوري) ترمینځ فاصله ۴،۳ بريښناکاله او د لمر او زمونږ د ستورټلیز (میلکي وې) د مرکز تر مینځ فاصله ۳۲،۶۰۰ بريښناکاله ده.

ځینې نورې فاصلې په لاندې ډول دي:
  • د ځمکې او سپوږمۍ تر مینځ اوسط واټن ۳۸۴،۰۰۰ کیلو متره دی. د ځمکې او سپوږمۍ تر مینځ لنډ واټن ۳۵۶،۴۰۰ کیلومتره او لرې واټن ۴۰۶،۷۰۰ کیلومتره دي.
  • د ځمکې او مریخ تر مینځ نژدې واټن ۵۴.۶ میلیونه کیلو متره او لرې واټن ۴۰۱ میلیونه کیلو متره دی.
  • د ځمکې او لمر تر مینځ اوسط واټن ۱۴۹،۶۰۰،۰۰۰یا تقریباً یو نیم سل میلیونه کیلو متره دی.
  • زمونږ د ستورټلیز قطر: شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ (سل زره) بريښناکاله دی.
  • زمونږ د ستورټلیز (میلکي وې) او د نژدې بل ستورټلیز (انډرومیډا) تر مینځ واټن دوه نیم میلیونه بريښناکاله دی.

کایناتد وایجر ون (Voyager One) په نوم سپوږمکۍ د انسانانو په لاس جوړ شوی تر ټولو لرې جسم دی چې اوس اوس زمونږ له لمریز نظام څخه وتلی. وایجر ون په کال ۱۹۷۷ کې فضا ته وتوغول شو. اوسمهال یې له ځمکې څخه واټن یا فاصله څه کم ۲۰ ملیارده کیلومتره ده. د نور په سرعت سیګنل نژدې اتلس نیم (۱۸.۵) ساعته وخت نیسي چې له ځمکې څخه دې سپوږمکۍ ته ورسیږي او یا له دې سپوږمکۍ څخه ځمکې ته را ورسیږي.

هر ستوريز نظام (Star System) د خپل ستوري یا خپلو ستورو په نوم یادیږي. زمونږ ستوری لمر (Sun) نومیږي ځکه زمونږ ستوریز نظام شمسي یا لمریز نظام (Solar System) بلل کیږي. په هر ستوریز نظام کې وړې کتلې د لویو کتلو شاوخوا را څرخیږي او په ستوریزو نظامو کې دا لویې کتلې پخپله ستوري دي. (په ستورو کې ځکه اتومي تعاملات صورت نیسي چې کتله یې ډیره زیاته وي.)

د جسامت او کتلې له لحاظه ستوري تر سیارو یا پلینیټس څو چنده لوی وي. مثلاً زمونږ لمر دومره غټ دی چې ۱۳۰۰۰۰۰ ځمکې پکې ځایږي او د لمریز نظام ۹۹،۸۶ سلنه کتله لري. له پاتې ۰،۱۴ سلنې څخه نورې سیارې، سپوږمۍ او اسماني ډبرې جوړې شوي. د لمر قطر ۱۳۹۱۰۰۰ کیلومتره یا د ځمکې څخه ۱۰۹ ځله اوږد دی. خو په کایناتو کې داسې ستوري هم شته چې زمونږ تر لمره زر چنده او یا له دې نه هم ډیر غټ دي.

ځینې ستوريزو نظامو کې دوه، درې او یا ډیر ستوري وي. پدې څو ستوريز نظامو کې ستوري د یو بل شاوخوا څرخیږي. ساینسپوهان اټکل کوي چې زمونږ په ستورټلیزکې نژدې ۱/۳ برخه ستوریز نظامونه څو ستوریز نظامونه دي او پاتې ۲/۳ برخې ستوریز نظامونه یې یو ستوریز نظامونه دي.

مونږ ته تر ټولو نژدې ستوریز نظام الفا سنچوري (Alpha Centauri) نومیږي. پدې ستوریز نظام کې درې ستوري (الفا سنچوري A، الفا سنچوري B او کوچنۍ ستورۍ الفا سنچوري C چې پراکسیما سنچوري هم ورته ویل کیږي) وجود لري.

تبصره وليکئ