قران د لارښونې کتاب دی نه د ساينس !

شاتدلته چې کله هم د خوراک لپاره شات راواخيستل شي، نو د مسلمانانو له خولې به لومړئ خبره دا راوځي چې د شاتو یادونه په قران کې هم شوې ده، او په حديثونو کې یې هم ډیر صفتونه راغلي دي.

زما یو دوست چې د شاتو مچیو ته په زړه کې ډیر عزت او درناوی لري او تل د شاتو ډیر صفتونه کوي. د شاتو د مچیو په اړه د هغه فلسفه ډیره جالبه ده هغه وائي چې د شاتو مچۍ ډیرې سپیڅلې دي او د شاتو مچۍ د بیدینو او بې اتفاقو خلکو په کورونو کې نشي اوسيدلۍ، هتمن له هغه ځایه کډه کیږي.

هغه دا دعوه هم کوي چې مخکې له محمد نه د شاتو نوم هم نه وو، نو ځکه په قران کې د شاتو د مچیو یادونه شوې ده. له دې صفتونو وزګاریدو سره سم به هغه دا کیسه هم کوله چې یوه ورځ د پیغمبر اسلام له ژړا نه اوښکې بهيدلې چې دغه مچۍ راغله او د پیغمبر اسلام اوښکې یې وځبیښلې، نو وروسته له هغې د الله په امر او قدرتونو سره په دغو مچیو کې شات جوړیدل او ورکول شروع شول.

دا کیسه یوازې د دې دوست له خلې نده له ډیرو خلکو مې داسې خبرې اوریدلي دي . ځینې خو مچ هم پسې ورزیات کړي وائي چې مچ د پیغمبر اوښکې پاکې نکړې نو هغه وو چې تر نن ورځې پورې خوار او ذلیله ګرځي چې ثبوت یې د مچانو مخکينۍ دوه پښې/لاسونه له یو او بل سره سولول وړاندې کوي…….

خیر خبره اوږده شوه ماشومتوب کې ما هم په داسې خبرو ډیره کلکه عقیده درلودله خو کله مې چې سترګې وغوړیدلې، مطالعه او څیړنه مې وکړه او نړۍ مې وليدله نو پوئ شوم چې اصل حقیقتونه خو څه داسې دي:

  • — د شاتو ترټولو پخوانۍ بیلګې د اسپانیا د ولینشیا ښار په غارونو کې په رسم شویو انځورونو کې موندل شوې دي، کوم چې تقريباً اته زره کاله پخواني دي.
  • — په جارجیا کې د لرغونو کنډوالو په کیندلو کې شات موندل شوي دي چې تقریباً پنځه زره کاله پخواني دي.
  • — د مصر او ځینې عربي هيوادونو په بیلابیلو تاریخي سیمو او کنډوالو کې هم له دوه زره او څلور سوه کلونو څخه ډیر پخواني شات موندل شوي دي. 
  • — د شاتو د خاصيتونو یادونه د هندوانو په څلور زره کاله پخواني کتاب “ویده” کې هم شوې ده، چې د اوږد عمر خوراک یې بللۍ ده. هندوان عقیده لري چې دغه کتاب برهما نازل کړئ ده. د هغوئ د دارو درملو کتاب “ایور ویده ” کې هم د شاتو یادونه شوې ده، کوم چې همدومره پخوانۍ ده. 
  • — د رومیانو په زرګونو کلونو پخوانیو کتابونو کې د شاتو او د هغه د تاثیراتو یادونه موجوده ده.
  • — د امریکا پخوانیو مایا قبایلو کې به شات ډیر مقدس ګڼل کیدل.

دين په هر څه کې مه دننه کوئ، قران د ساینس کتاب نه دی بلکې د لارښونې کتاب دی او بار بار دا خبره کوي چې تاسو علم حاصل کړئ، څېړنې وکړئ او خپل عقل استعمال کړئ.

فکر وکړئ فکر وکړئ…..

تبصره وليکئ