پرون مو ملګرو سره په پښتو ژبه په جماعت لمونځ وکړ او سخت خوند يې وکړ، لومړی ځل و ترجمه کې ورو وم. داسې مې احساس کړه چې خالق په پښتو پوهيږي او د الله ج په علم مې اقرار وکړ. شاته ولاړ کسان لومړي ځل لپاره پوه شول چې له خدای ج څه غواړي او څه ورته وايې.
د الله ج په نيکو صفاتو پوه شول، که ټول قران پښتو ژباړه ياد کړو، تراويح ختم کې به ټول د خدای ج پيغام واوري. لوستي او نالوستي به پرې پوه شي، اوس خو داسې ولاړ وي لکه چينايې راډيو ته چې غوږ وي.
قران د لارښونې کتاب دی نه د ثواب ګټلو.
د خدای ج پيغام مهم دی نه عربي!