جمعه , اپریل 26 2024

دين په هر څه کې مه دننه کوئ !

د عقل کارولعیسویانو ۱۷ پېړۍ په اروپا حکومت وکړ، لویې کلیساوې جوړې شوې. په ۱۷ پېړیو کې دوی برېښنا هم کشف نه کړه، په دې ۱۷ پېړیو کې یې هر هغه څوک وژل، چې عقل به یې کارولو او پوهې یا ساینس ته به یې کار کولو.

کله، چې دوی په ۱۷ مه پېړۍ کې له حکومت کولو محروم شول، نو ساینس او د بيان ازادي د ډېرو اختراع ګانو سبب شول. کلیساء هڅه وکړه، چې ووایي دا ټول انجیل کې ذکر دي، ګورئ! چې برېښنا هلته ذکر ده، مطلب بیا هم دوی داسې څه کشف نه کړل، چې ساینس دانانو ته یې ور ښکاره کړي.

عین کار نن مسلمانان هم کوي، بس کومه اختراع نه ده، چې په قرآن کې به نه وي خو د دې د کور ۱۰۰٪ وسایل به اتیستانو یا بودایانو جوړ کړي وي. د پاکستان او افغانستان تر څلوېښت زرو ډېرې مدرسې دې یو نوی انټي بیوټیک جوړ کړي، ځکه دا نورو مقابل کې هر څه مقاوم شوي! قرآن او احادیثو کې دې يې کشف او فابریکې دې ورته جوړې کړي.

دغه اوسنۍ نړۍ، چې هر څه جوړوي له اسلامه يې ور اخلي، يعنې دا په قران کې شته، چې فضا ته به تيارې پورته کيږي او په سيندونو کې به لويې کشتۍ ګرځي…. قرآن د عقیدې رهنما کتاب دی او د ژوندانه عمومي اصول پکې ذکر شوي. که د منځنیو پېړیو د ملايانو ټاپې سمې وګڼو نو اکثریت د هغه وخت ساینسي علماء مسلمانان نه وو.

پس د اسلامي دورې د لاس ته راوړنو نسبت دین ته هم غلط دی. ساینس او اختراع؛ امن، پیسو او عقل کارولو ته اړتیا لري، چې دا شرایط دینداره یا بې دینه مساعد کړي نو لاس ته راوړنه به خامخا ولري، زموږ اکثره يا ځينې دین پلوه د عقل له شتون منکر دي، خو د شیطان په شتون سر ماتوي.

Check Also

د رسول الله ص ستایل هسې د دروغو نمايش دی !

له صحابوو نيولې تر امويانو، عباسيانو، عثمانيانو، داعشيانو، پنجابيانو، طالبانو او ملانو پورې هر څوک د رسوالله ص له نامه د يوې وسيلې په توګه کاروي تر څو ډيره زر او اسانه او پرېمانه ګټه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *