موږ ولې په ملایانو نيوکې کوو ؟

ملامونږه شکر مسلمانان یو خو د بل چا په مذهب کار نلرو او نه هم د چا مذهب ته سپکاوی کوو ځکه چې دا کار نه په ‫#‏انسانیت‬ کې شته، نه زمونږ په ‫#‏مذهب‬ کې او نه هم دا کارونه زموږ ‫#‏افغان‬ ضمیر مني.

خو په ‫#‏ملا‬ ځکه نیوکې کوو چې حق یې لرو او د دې نيوکو دلایل دا دي:

  • ملا له نورې نړی نه مونږه ۵۰۰ کاله وروسته پاتې کړي یو.
  • ملا په زرهاوو بې ګناه افغانان شهیدان کړل.
  • ملا مونږ د کافر هرڅه ته مجبور کړي یو.
  • ملا زموږ خویندې او میندې ژړولي.
  • ملا زموږ د ګل په شان وطن په دوذخ بدل کړی.
  • ملا زموږ پاک اسلام په یوه ترهګر دين بدل کړی.

ملا وایي په قران کې د موبایل، کمپیوټر، تلویزیون، موټر او نورو اسبابو ذکر نه دی شوی او دا ټول حرام ګڼي خو خپله له دغو ټولو وسایلو کار اخلي او هغه ورته حرام نه ښکاري. ساینس پوهانو ته کافر او ساینسي تعليم ته کفر وایي.

البته د یادونې وړ ده چې زموږ هدف #ملا دی نه هغه ‫#‏عالم‬ چې ‫#‏علم‬ ولري، ځکه عالم هيڅکله داسې کارونه نه کوي.

نو اوس تاسو ووایاست چې زموږ نيوکې پرځای دي او کې بې ځایه ؟

تبصره وليکئ