سه شنبه , جولای 17 2018

که باچاخاني نه، نو څه؟

باچاخانيهنر که د خپلو ټولو ځانګړنو نه برخمن شي نو د عامه فکر د بدلون یو ستر محرک ثابتیدلای شي. په بیلا بیلو وختونو کې د قلم له ژبې داسې خوږې نغمې او هنري ټوټې راوتلي چې د انسانانو په ژوند کې یې چټک بدلونونه رامنځ ته کړي. د ځینو تمثيلي ټوټو او کلامونو په اوریدلو سره سړي ته داسې بريښي لکه چې لفظونه نه، بلکې احساس خبرې کوي.

د لر او بر د افغانانو د فکرونو انځورګر سندرغاړي کرن خان په خپله نوې سندره “باچاخاني پکار ده” ویلو سره بیلابیل موافق او مخالف غبرګونونه راپارولي دي. د سندرې له راوتلو وړاندې د خلکو په ژبه د باچاخاني، مسلماني، امن، پرمختګ، تعلیم، سیاسي لیدلوري، ټولنیزو رویو او داسې نورو ګڼو موضوعاتو تاوده بحثونه د دې ښکارندوي کوي چې د کرن خان دغې سندرې د ډیرو خلکو فکري جمود مات کړی او دوی یې په پورته ذکر شویو موضوګانو له سره بحث ته مجبور کړي دي.

د “باچاخاني پکار ده” شعار د پورته کولو نه وووسته په راولاړ شوي بحث کې د نفاق، تشدد، وژنو، جبر، ورانکارۍ، شاتګ او غلامۍ ذکر نه بلکې پر یووالي، سولې، محبت، ترحم، رغونې، پرمختګ او ملي افغاني روحیې خبرې کیږي. دا چې د لر او بر د افغانانو خاوره د دې وطن د بې وزلو په وینو هره ورځ خړوبیږي، د هندوکش د غرو له لمنې څخه له وحشت ډک غږونو هر لوري ته ویره خپره کړې، د امو څپې خاموشې، د اباسين ستونی د پنجاب په تورو خاورو راډک، او له سپیڅلي منبر څخه د ژوند د ښکلاګانو د قتل فتوې ورکول کيږي په داسې حالاتو کې د امن، ، پرمختګ، تنوع، او تعلیم غږ پورته کول یوه ستره مبارزه ده، چې کرن یې ویاړ لري.

د “باچاخاني پکار ده” نعره د افغان خاورې د ستر مبارز عبدالغفار خان (باچاخان) د عدم تشدد د فلسفې د خپلولو، د افغانانو د یووالي، د نوي دور د اړتیاوو سره د اشنا کیدو او د یوه سوکاله او سولئیز ژوند د تیرولو لپاره پر عصري او دیني زده کړو د سمبالښت، او د مینې او ورورولۍ د ژوند تیرولو پیغام ورکوي.

جالبه دا ده چې د باچاخانۍ د نعرې پورته کيدو سره سم ډیرو ته مسلماني هم ورپه یاد شوه. دغو خلکو چې مسلماني یې تر اوسه هيره وه، یو ځل بیا د شهادت کلمه وویله، ښه خبره ده. کرن خان د ډیرو ایمان تازه کړ، هغه یو چا ویلي چې:

د جنت د سپينو حورو په لالچ کې
زوړ هندو په سپينه ږيره مسلمان شو

خو دغه خلک له خپلې کليمې سره د ځينو پرديو د نومونو وروستاړي هم تړي. څوک وايي اردغاني پکار ده، څوک مودوديت او طالبي غواړي، ځينې نور چې په جناح باندې مئين دي، وايي پاکستاني پکار ده، او ځينې نور بیا وايي د عربو شیخي پکار ده. د دوی اسلام او مسلماني د پردیو په تقلید او د خپلو په سپکاوي کې ده. دوی د مسلمانانو د یووالي خبرې کوي خو خپل افغان ورور په ځان پورې نشي نیولی. دوی مسلمانه نړۍ سره یو کوي خو خپل وجود یې ټوټې ټوټې دی. خپل کور یې سیلاب وړی خو له نورو سره د باران لپاره لاس په دعا دي.

  • څوک چې باچاخاني له مسلمانۍ سره په ټکر کې بولي نو له دوی څخه غواړم وپوښتم چې آیا باچاخاني کې کفریه شعارونه دي؟
  • آيا اسلام د سولې، ورورولۍ، زغم، زدکړې، د خدای له مخلوق سره د مینې او پرمختګ مخالفت کوی؟
  • آیا باچاخان مسلمان نه ؤ؟

باچاخان خو هغه خان ؤ چې د خانۍ شيوه یې بدله کړه، د سادګۍ مثال یې وړاندې کړ. په داسې حال کې چې د افغان وطن پاچاهي یې ونکړه خو بیا هم د هر بااحساسسه افغان د زړه پاچا پاتې شو. له باچاخانۍ سره حساسیت د خدای له مخلوق سره د مينې، ځان پيژندنې او خدای پيژندنې سره حساسيت دی.

  • نو آیا دا په لوی لاس له اسلامی شعارونو او تعليماتو سره دښمني نده؟

باچاخان یوازې یو شخص نه بلکې یو مکتب ؤ. له باچاخانۍ سره کینه د انساني، افغاني او اسلامي ارزښتونو سره کینه ساتل دي. د غلام او پرديپال فکر پالل، د خپل تاریخ، ژبې او اتلانو سپکه، احاس کمتري، او د افغانانو د پرمختګ سره حساسیت او کینه لرل دي. د هغو خلکو د لاس آله جوړيدل دي څوک چې د لر او بر د افغانانو سوکالي او د دوی د ګ‌ډ کور ابادي نه غواړي. سعود بنګښ صيب څه ښکلي ويلي دي چې:

د افغان یووالی کفر ورته ښکاري
د دې خلکو ده همدا مسلماني

د باچاخان ګناه دا وه چې د هغه قام د یووالي غږ يې پورته کړ، کوم چې لویدیز استعمار په تورو کرښو سره وویشه. باچاخان د دغو تورو کرښو پر ضد ودرید. د خدای بښلي باچاخان ګناه دا وه چې د خپلې مورنۍ ژبې د بقا او د پردیو د کلتوري او ژبني تعرض پر وړاندې یې مبارزه وکړه. هغه ژبه چې اغیارو ورته د دوزخ ژبه ویله، د هغې د جنتي روح د راژوندي کولو توصيه یې وکړه. د هغه قام د خپلواکۍ بیرغ یې خپلې سینې پورې ونیوه کوم چې له سور فیرنګي څخه وروسته د تور فيرنګي زولنو ته ولوید. د جهل او تیارو په دور کې یې د علم د رڼا مشالونه بللول. همدا د باچاخان بابا ګناه وه.

باچاخاني د یوه ځانګړي ګوند سیاسي شعار ندی بکلې د ټولنيز او سیاسي ژوند د یوه ځانګړي طرز نوم دی. دا به يوه لویه جفا وي که باچاخان بابا څوګ په يوه ګوند پورې محدودوي. په باچاخاني سره، موږ بیل نه ، بلکې سره نږدې او یوځای شو.

د کرن خان د باچاخانۍ چغه به هغه خلک چې ځانونه د باچاخان د لارې لاروي ګڼي، هم په دې مجبوره کړي، چې د خپل شعار او عمل ارزونه وکړي. وخت رارسیدلي دی چې ریښتونې باچاخاني وکړو. د عدم تشدد نعره پورته او په مینه سره ژوند وکړو. پردي لاسونه له خپل ګریوانه وباسو. فکرونه ، اندونه، حجره، جومات، ولس، هنر، اثر، او سندره مو افغاني کړو. همدغه مو له اوسنیو بدبختیو څخه د راوتلو یواځینۍ لاره ده.

Check Also

بیا وایو چې مونږ ترهګرپال نه یو

سپینه خبره به وکړم. پرون اردو وژلي وو ځکه پښتانه پورته پورته لویدل. خو نن ټالیب وژلي ځکه ډیری پښتون غلی دی. بیا وایو چې مونږ ترهګرپال نه یو. هر هغه څوک چې د ټالیب په وحشت سترګې پټوي ترهګرپال دی.

تبصره وليکئ