زموږ لویه اختراع ډهول او چادري ده !

اروپا

تاسې د روم ښار وګورئ، زېربناء یې د دوه نیم زره کلونو ده. د پاریس ښار وګورئ، د اتو، نهو سوو کلونو زېربناء یې ده. ودانۍ یې له تیږو جوړې دي چې څو نړۍ وي، ولاړې به وي. لندن وګورئ. برلین وګورئ چې یوه پوهنتون یې تر پنځلس زیات نوبل جایزه ګټونکي تقدیم کړي دي.

بیا راشئ خپلو د چرګانو غارونو ته، له کابله تر کندهاره به لومړی میدان ښار په مخه درشي، چې اوس یې له دوو کانتینرونو څخه دوو هوټلونو ته انکشاف کړی دی، ورپسې به غزنی په مخه درشي چې ټول زینت او مدنیت یې د موسی خان په دوه سوه ملیونه ډالره جوړو شویو ۳۹ دروازو کې دی. ورپسې نو بیا کلات ښار دی چې څو ور رسېږې، لس ځایه به د مدنیت او ترقۍ استاځي سړکونو ته درته را وزي.

همداسې بیا کندهار ته در ځئ. په دې ټوله سیمه د مړیو له قبرونو پرته چې هغه هم د خرافاتو په زور پاتې دي، د مدنیت یو څلی، یو تاریخي کتابتون، یو ستر جومات، یو لوی بند، یوه لویه ودانۍ را وښیاست. دغسې دې بل لاس ته راځئ، له پل مټک او پل صیاده نیولې تر دشت بډوله پورې، ستاسې ټول تاریخ پروت دی.

له حاله خو مو هسې هم لاس وینځلي، په تاریخ غره یاست، تاریخ دغه دغه کوئ، خو هاغه د هغوی تاریخ، او دغه ستاسې تاریخ. لویه اختراع مو ډهول او چادري دي. لوی تخنیک مو غولکه، پرغوم او خرګاډی دی چې د هغه ټیرونه هم خارجي دي. په مطول او صغری باندې خو دې نه زراعت کېږي، نه پلونه جوړېږي، نه برېښنا جوړېږي، نه ګاز استخراجېږي، نه ټوخی تداوي کېږي. دم او تعویذ خو له اسمانه درته راغلي او نور څه لرئ؟

هغه یو څو فیلسوفانو مو چې یونان، هندي آثار یا پهلوي آثار ولوستل، هغه بېچاره ګان مو کله په ښه زړه پرېښودل. ټول مو یا کافر کړل، یا مو زندیق کړل، یا مو مرتد کړل.

  • مولانا درڅخه فرار شو او روم ته لاړ.
  • فردوسي در څخه فرار شو.
  • علامه جمال الدین درڅخه فرار شو.
  • امان الله درڅخه فرار شو.
  • خوشال خان مو ژوند په زندانونو کې تېر کړ.

بس هغه را وښیاست چې در څخه فرار نشو. خلک په پنځوسو کلونو کې اټومي قوتونه شول، تاسې به پنځو زرو کلونو کې باروتي قوتونه نه شوئ.

دا شل کاله مخکې روسانو د څلوېښتو ملیاردو ډالرو اته سوه الوتکي، شپږ زره چینه ټانګونه او ملیونونه میله وسله در پرېښوده، تاسې چې وسلې ته ناموس هم وایاست، هغه ټوله وسله مو ونه پلورله؟

په دې ټولو سربېره په پوزه مچ نه پرېږدئ، غټې غټې خبرې، لوی لوی نومونه.

تبصره وليکئ