بیا وایو چې مونږ ترهګرپال نه یو

کندهارپرون ملي اردو په غلطي کې په وردګو کې څو کسه ووژل یو شمیر کسانو په هر ډول سپکو نومو یاده کړه. نن ټالیب د هغه نژدې څلور چنده خلک په کندهار کې ووژل خو نه زابلوال ټالیب بد ګڼي او نه لیوال.
 
د امیري په نوم یو کس به ساعت په ساعت پوسټونه کول خو نن هغه هم غلی دی ځکه دا خلک وردګ نه وو. یو شمیر نورو هزاره ګان بد ګڼل چې له دوی سره غمرازي نه کوي نن هغوی هم چپ دي. د چا چا نومونه به اخلم خو پښتون د خپلو پښتنو له لاسه سپک دی. مذهبي روبوټان او مذهبي افراطیان هم ځکه غلي دي چې ټالیب یې فکري ورور دی.
 
سپینه خبره به وکړم. پرون اردو وژلي وو ځکه پښتانه پورته پورته لویدل. خو نن ټالیب وژلي ځکه ډیری پښتون غلی دی. بیا وایو چې مونږ ترهګرپال نه یو. هر هغه څوک چې د ټالیب په وحشت سترګې پټوي ترهګرپال دی.

تبصره وليکئ