ایران د افغانستان بشري ځواک شل او فلج کړ

اشرف غنيپه ایران کې سختو مزدوریو د افغانستان بشري ځواک شل او فلج کړ. د تهران، مشهد، قزوین او اصفحان ترټولو لوړې او مستحکمې ماڼۍ د افغان کارګرو په لاسونو ودانې شوې دي. که څه هم هلته هر افغان کارګر ته ایرانیان پدرسوخته اصطلاح کاوي، خو له هغو حقیقتونو سترګې نشي پټېدای چې د ایران په ابادۍ کې زموږ د زلمیانو د تڼاکو زوو، د اوریو وینو او د تندي خولو خپلې نښې پرېښودې دي.

دا سخت کارونه د نورمالې وجودي انرژۍ په مصرف نه ترسره کېږي، له ایراني سره چې مزدور شوې په وجود کې به د ماشین قوت ژوندی کوې، نو ځکه خو زلمیان تاریاک وخوري چې بدني طاقت یې درې چنده شي او کار فرما راضي کړای شي. 

د افغانستان د هر معتاد د ژوند یوه دوره په ایران کې او په سخته مزدورۍ کې تیره شوې ده. ایران اباد شو خو زموږ بشري ځواک د پل سوخته تر پله لاندې د ژوند له شواخون او ابدي تراژیدۍ سره لاس او ګریوان شو. 

زه د لومړي ځل لپاره یو حیاتي- اساسي اقدام ګورم چې ولسمشر غني بشري ځواک ته د ارزښت په سترګه وکتل د هغوی د تکلیف راکمولو اساسي غم خوړل یې پیل کړل. 

فینکس ته د تداوۍ لپاره د معتادو ځوانانو لېږل د افغانستان په تاریخ کې زما له نظره ترټولو په زړه پورې او انساني دنده وه، ولسمشر تر اندازې زیات په دې هڅه او پاملرنه ستایم او باور وکړئ تر ټاپي یې اهمیت راته زیات دی.

تبصره وليکئ