جمعه , اپریل 19 2024

موږ د عربو غلامان یو

عربد یوه عرب سره مې سیاسي گپ لگولو او ما ورته ووېل چې تاسې خو بلکل په سیاست کې خبرې مه کوئ ځکه چې پر تاسو ډېر بنديزونه لگېدلي، که تاسې چېرې په سیاست پوهېدلی نو چا به درباندې دومره بنديزونه نه لگول.

هغه راته وویل مونږ په سیاست نه بلکې د سیاست په مفسیدینو او خرابونکو بندیز لگولی.

  • او که ستا په قول که مونږ په سیاست نه پوهیدلی نو د نړی مسلمانانو به زموږ ملک ته د ورځې پنځه وخته سجدې نه کولې.
  • که موږ په سیاست نه پوهېدلی نو هغه ملکونه چې موږ ته ترې خطر وي هغوی به مو د هغوی په خپلو لاسونو د جهاد په نامه نه وی تباه کړي.
  • که موږ په سیاست نه پوهېدلی نو خلک به مو د خپل خالق په بهانه د خپل ځان غلامان کولی نشوی او حال دا چې هغوی هر یو خپل خالق ازاد په ازاد چاپېریال کې پیدا کړی او موږ ترې بیا دغه کرامت او ازادي د خپل ځان په گټه اخیستې او صلب کړې مو ده، تر دې پورې کیسې مو ورته جوړې کړي چې هغوی یوه یوه انه جمه کوي او د حج په نامه یې ترې موږ اخلو او مزې پرې کوو او اندونیزیایان خو تر هغې واده لا نشي کولی چې تر څو حج ته را نشي او زمونږ ټکس را نکړي نو په والله که خپلې ښځې سره په خپل وطن کې رانه واده لا وکړي.
  • موږ ستاسې کفیلان یو او تاسې مو غلامان یی، بیا چې وطن ته لاړ شئ نو بیا تاسې ته خلک عزت درکوي ځکه چې زموږ غلامي مو کړې وي او داسې ورپسې شروع وو چې ما هيڅ توان د ویلو نه لرلو چې څه مې ورته ویلي وی او په تېښته کې وم چې ترې ولاړ شم او له تگ وروسته یې راپورې خندل هم.بس نو څه مې کړي وی هغه رښتیا ویل او د هغه سره دلیل و، هغه چې څه ویل هغه یو حقیقت وو چې انکار ترې نا ممکن وو.

    که تاسې د ده خبرو ته ځواب لرئ نو راته یې په کومنټ کې ولیکئ چې ځواب یې ورکړم، اوس راپورې خاندي نو ستاسو مرستې ته په تمه یم.

Check Also

له تعصب پرته خپله ژبه غني کړئ

غږ پورته کړئ، چیرته مو چې دنده ده، مسولیت لرئ، نر غوندې د خپلې ژبې چوپړ وکړئ. له هیچا سره تعصب مه کوئ، فاشیزم ته لمن مه وهئ، خو خپل حق تر لاسه کړئ. لاندې مواردو ته پام وکړئ، بیا لږ په ګریوان کې سر ښکته کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *