جمعه , مارچ 29 2024

خاین که په وخت په سزا ونه رسوې تا به خاین کړي

حاجي سي ډيدا نن چې څوک په حکومت پسې د اسنادو او رسوايۍ په نامه د تومتونو پنډې ګرځوي داهماغه خلک وو، چې له ادرسه یې حکومت پنځه رايې هم رانه وړې خو تاوانونه يې زر چنده دي.

هیڅوک پیدا نشول چې حاجي ظاهر (حاجي سي ډي) د نشي توکو د قاچاق په جرم زندان ته راکش کړي. کمیسیون مه ورته جوړوئ څارنوالۍ ته ووایاست چې په تخار کې د ملي پولیسو په رینجر کې يې د ګیر شوو تاریاکو دوسیه بیرته دوران ته واچوي.

خاین که په وخت په سزا ونه رسوې تا به خاین کړي

Check Also

موږ ولې په ملایانو نيوکې کوو ؟

ملا وای په قران کي د موبایل، کمپیوټر، تلویزیون، موټر او نورو اسبابو ذکر نه دی شوی او دا ټول حرام ګڼي خو خپله له دغو ټولو وسایلو کار اخلي او هغه ورته حرام نه ښکاري. ساینس پوهانو ته کافر او ساینسي تعليم ته کفر وایي.

یوه څرګندونه

  1. د مداریانو یوه خاطره !
    د طالبانو واکمنۍ په وخت کې مداریان ډېر کم وو. کېدای شي چې طالبانو به اجازه نه ورکوله، د مجاهدینو په وخت کې خو خانه‌جنګي روانه وه او له هغې وړاندې مې نه یادېږي؛ خو کله چې کرزی واک ته ورسېد، نو د کابل په ښار کې مداریان هم زیات شول. په هغه اولو کلونو کې بیخي زیات ول، میوند واټ، مراد‌خاني، پل یک‌پیسه‌ګي، چمن حضوري او … د دوی اصلي ځایونه ول. یوه مداري به غږ کړل هلۍ راځه وګورۍ چې څنګه لړم مار چپه کوي او وژني یې، بل به یې غږ کړ غنډل به اوس لړم وخوري، بل به غږ کړل چې مار به له‌دغه خطه تېر نه‌شي (د خدای په حکم) او … چې خلک به ښه راټول شول، نو نه به مار و، نه به لړم و، نه هم غونډل. په‌دې وخت کې به یو مشر دبړه‌مار را میدان ته شو او د نارینه‌و د کمزورۍ دواګانې به یې له بکسه راویستې. نیم ساعت به یې د ګولیو په صفت تېر کړل، آخر کې به یې غږ کړ، ده روپیه، ده روپیه، دوه روپيه. یو څو نفرو به واخیستې؛ خو د نورو تشویق لپاره به یې بیا څو ګولۍ په اډوانس کې ورکړې، بیا به ډېرو ورته لاسونه اوږده کړي ول.
    نن مې چې د ظاهر قدیر سي‌ډي او نارې سورې ولیدې، د کرزي اوله دوره را په یاده شوه، دی هم غواړي خلک د مار، لړم، غنډل په نامه راټول کړي او ورته ووایې چې وګوره څنګه یو بل چپه کوي او یو بل له ستوني تېروي؛ خو آخره کې د جنسي کمزوریو ګولۍ پرې خرڅوي.
    اوس خو د ظاهر قدیر سي‌ډي خط‌خط راوخته؛ خو په آینده کې نورو مداري‌ګریو ته یې په تمه اوسئ، که وخت مو درلود ویې ګورئ ساعت به مو تېر وي؛ ګني هسې خپل وخت پرې مه ضایع‌ کوئ. ځکه حتی د دوی ګولۍ او نسخې هم مجربې نه‌دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *