جمعه , اپریل 26 2024

د روسیې او ترکیې تر منځ لانجه

پوټين او اردوغانآیا د روسیې او ترکیې ولسمشران به د دواړو هېوادونو په اړیکو کې وروستۍ لانجه حل کړای شي؟

هغه له دې ژمنې سره واک ته ورسید چې خپل هیواد ته به پخوانی برم او کلتوري ارزښتونه راولي؛ هغه مستبد دی او په آسانۍ سره خپل مخالفین نشي زغملای؛ او هغه په خپل هیواد کې د شخصي اړیکو په وسیله د مشرتابه له لارې د خپل هېواد ستر شخصیت دی.

دا هغه خصوصیات دي چې ولادیمیرپوتین او رجب طیب اردوغان یې ډیر سره ورته کړي او د دې مشابهت له کبله ښايي دواړه یوبل ډیر ښه وپیژني خو ډیره ګرانه ښکاري چې دوی به د ترکیې له خوا د روسۍ الوتکې له ویشتلو وروسته له یوبل سره روغه وکړي.

پوتین او اردوغان چې د خپلو هیوادونو ترمینځ اقتصادي همکارۍ پراخې کړې په تیره یوه لسیزه کې یوبل خورا زیات وستایل. پوتین په تیره ډسمبر میاشت کې اردوغان یو ځواکمن شخصیت وباله او له دې دوه میاشتې مخکې اردوغان مسکو ته سفر وکړ او له ولسمشر پوتین سره په ګډه یې د اروپا تر ټولو ستر جومات پرانیست خو ډیر احتمال شته چې نن د دې دوو مشرانو دوستي په دښمنۍ واوړي او د دوی ترمینځ مشترکات ښايي د دوی ترمینځ د دښمنۍ په پاللو کې یو ډیر مهم رول ولوبوي.

ترکي ژورنالیست حلمي توروس (Hilmi Toros) په ۲۰۰۹ کال کې ویلي و، چې که پوتین د سزار نښې لري، نو په اردوغان کې هم د یوه سلطان علامې شته. ډیرې نښې نښانې ښيي چې دواړه مشران قاطع شخصیتونه لري او دا خصوصیات له کلونو واکمنۍ وروسته په دوی کې لا ژور شوي. پوتین له ۱۶ او اردوغان له ۱۲ کلونو راهیسې په واک کې دي. په استانبول کې دیره د سیاسي چارو کارپوه ګاریت جینکینس وايي چې دواړه مشران د پخواني برم خوبونه ویني- پوتین د شوروي اتحاد او اردوغان د عثماني امپراتورۍ.

خو د جینکینس په وینا اردوغان او پوتین د امپراتورۍ له خیالاتو وړاندې نور مشترکات هم لري:
(دوی دواړه د امپراتورۍ خیالونه لري. پوتین د شوروي اتحاد او اردوغان د عثماني امپراتورۍ. دوی دواړه له انتقادي نظرونو سره مخالف دي، دواړو پر رسنیو کنټرول ټینګ کړی او په ډیر کم توپیر سره یې په خپلو خلکو کې د قوي مشرانو تصویرونه جوړ کړي.)

دا خیالونه د دوی د استوګنې د ځایونو له څرنګوالي جوتیدای شي. اردغان تیرکال د ولسمشرۍ ودانۍ چې زر خونې لري او د عثماني امپراتورۍ له وخته پاتې ده د ۶۱۵ میلیون ډالرو په لګښت ورغوله. د نوموړي پلویان وايي چې دا له یوې خوا د ترکیې د پرمختګ نښه ده او له بلې خوا ښيي چې اردوغان د عصري ترکیې په بیارغونه کې څومره مهمه ونډه لري او پوتین د سنت پیترزبورګ د ژمنۍ ماڼۍ په سټایل په تورسمندرګي کې ځان ته یو استوګنځای جوړ کړی چې ویل کیږي یو میلیارد ډالر یې پرې لګولي دي.

پوتین چې د اردوغان په څیر له بیوزلۍ څخه راپورته شوی، ځان د یوه ځواکمن شخصیت په توګه مطرح کړی دی. دی سپورت کوي او په رسنیو کې یې داسې تصویرونه خپریږي چې یا پر شاتوري اس سپور وي، یا د پړانګ په څنګ کې ولاړ وي او یا د سمندر په تل کې لامبو وهي. اردوغان بیا د خلکو په مینځ کې د دښمن پرضد د احساساتي ویناوو له لارې د ځان لپاره دا شخصیت جوړ کړی. په عین حال کې دواړو مشرانو په خلکو کې د ځان لپاره د مذهبي او دیني شخصیتونو تصویر جوړ کړی. اردوغان د عدالت او پرمختګ د مذهبي ګوند مشر دی او پوتین چې د یوه دیندار مسیحي حرکات کوي د روسیې له ارتودوکس کلیسا سره ټینګ اړیکي لري.

دا خصوصیات نه یوازې په کورنیو پالیسیو بلکې په نړیوالو اړیکو کې له دواړو ولسمشرانو څخه نه پخلاکیدونکي مشران جوړوي. په لندن کې د کینګ کالج د دفاعي څیړنو د برخې کارپوه بیل پارک Bill Park په دې اړه وايي:
(دوی دواړه په نړیوالو سیاستونو کې تر یوه حده د نولسمې پيړۍ په څیر د قدرت د توازن هغه لوبه کوي چې مطلق ګټونکی او بایلونکی لري یعنې که یو لوری وګټي بل لوری به حتما بایلونکی وي. فکر نه کوم چې دوی به له خپلو دریځونو څخه په شا شي ځکه چې دوی همدا ډول خلک دي.)

د نوامبر په ۲۴ مه د ترکیې له خوا د روسیې د جنګي جټ الوتکې له ویشتل کیدو وروسته پوتین او اردوغان دواړو د خپلو شخصیتونو له غوښتنو سره سم دریځونه خپل کړل. پوتین دا پیښه د شا له خوا د چړې ګوزار او د اردغان اقدام یې د یو پخواني دوست خیانت وباله. اردوغان وویل چې د روسۍ الوتکې د ویشتلو هدف د هیواد د قلمرو د امنیت او د سوریایي وروڼو دفاع ده. د اردوغان اشاره د سوریې ترکمن وسله والو ته وه چې انقره یې ملاتړ کوي او روسیه د ترکیې سرحد ته نژدې پر هغو بمباري کوي، په داسې حال کې چې دا ډله له داعش سره چې مسکو یې په سوریه کې پرضد عملیات کوي هیڅ اړیکه نلري.

Check Also

کوم اسلام او د چا اسلام ؟

هغوی چې وايي مونږ اسلامي نظام غواړو، په سړه سینه دې یې ولولي: د خلکو په اسلام کې د مځکې او اسمان تر مینځ فاصلې راغلې. یو يې د اسلام په نامه وژني او بل يې د اسلام په نامه ژغوري. يو يې په وژلو الله اکبر وايي او بل يې په ښخولو. یو يې په جوړولو کې ثواب ویني او بل يې په ورانولو کې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *